سیاست

جمهوررئیس غني: د افغانستان په ثبات کې د ښځو ونډه حتمي ده

کابل باختر د لړم شپږمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني هلمند ولایت ته د سفر په بهير کې نن ماسپښین د دغه ولایت د ښځو له يوشمېر استازو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د هلمند ولایت د ښځو چارو سرپرستې قمر نیازۍ ښځو ته د ځانګړې پاملرنې په خاطر له جمهوررئیس څخه مننه وکړه وې ویل، ټول هېواد په ځانګړي ډول ښځې ستاسې د هلوځلو قدرداني کوي. هغې وویل، ملکي ادارې د ښه والي په حالت کې دي او د هلمند ښځو ته دې په هره برخه کې د خدمت فرصت ورکړل شي
قمر نیازۍ د ښځو لپاره د امن خونې، د ښځو د صنعتي او کرنیزو تولیداتو لپاره د ځانګړي سوداګریز مارکېټ د ایجاد، د کارموندنې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کورنیو سره د مرستې په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني د هېواد په کچه د ښځو د اغېزمن رول په اړه وویل، د سولې په اړه د ښځو سراسري جرګه جوړېږي، ځکه د افغانستان په ثبات کې د ښځو ونډه حتمي ده.
د هېواد جمهوررئیس د هلمند والي ته لارښوونه وکړه، د هلمند د هغو ښځو لېست دې ترتیب او د چارو له ادارې سره شریک کړي چې د ولایت او افغانستان په کچه کار کولی شي. هغه همداراز ښځو ته ډاډګېرنه ورکړه چې په هلمند ولایت کې به د ښځو لپاره د امن خونه جوړه او ټول وړاندېزونه به یې تعقیب  شي.
جمهوررئیس غني همداراز وویل، د شهید عبدالجبار قهرمان له کورنۍ سره ما او لومړۍ مېرمنې کتلي دي او ماشومانو ته به یې رسیدګي کېږي.#پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته