خبرونهاقتصادټولنه

په بامیانو کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو چکډېم جوړېږي

 کابل، د مرغومې ۲۲مه، باختر

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په بامیانو ولایت کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د رغولو چارې پیل شوې.

د یاد ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه چکډېم د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د ۲ میلیونه ۲۹۱ زره ۴۳۱ افغانیو په لګښت د مرکز په فاطمستي سیمه کې جوړېږي چې ورسره به د سیمې ۶۰۰ جریبه ځمکې خړوبې شي.

هېره دې نه وي چې د یاد چکډېم د کار په جریان کې به د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په جوړېدو سره به يې د نوموړې سیمې باراني اوبه مهار او د ځمکې لاندې د اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته