کابل باختر دکب دمياشتې٢٨ :
د ملي اردو لوى درستيز نن د بريتانيا د پوځ له لوى درستيز سره په کابل کې وکتل او د دوه اړخيزو امنيتي مسئلو او همکاريو په باب يې خبرې وکړې.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو، د سيمې د امنيتي حالاتو او د ځوانو افسرانو د اکاډمۍ او د ملي اردو د پرمختياوو په باب يې خبرې وکړې .
د ملي اردو لوى درستيز ستر جنرال شيرمحمدکريمي دغه راز په دې کتنه کې د ملي اردو د ظرفيت جوړولو او برياليتوبونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل : ملي اردو کولاى شي خپلې دندې په مستقلانه ډول ترسره کړي.
د بريتانيا د پوځ لوى درستيز جنرال نک کارتر په دې ترڅ کې چې په بېلابېلو برخو کې د ملي اردو د پرمختياوو يادونه وکړه؛ څرګنده يې کړه چې متبوع دولت يې چمتو دى د نورو مسئلو ترڅنګ د ځوانو افسرانو د اکاډمۍ د پراختيا او د روزنيزو وسايلو او تجهيزاتو د بشپړولو په برخه کې همکاري وکړي.
0 1 دقیقه لوستل