کابل، د لېندۍ ۲۷مه، باختر
د بامیان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د یوه چک ډیم د جوړولو چارو د پيل خبر ورکوي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه د چک ډیم ۴۰ متره اوږدوالی او ۷ متره لوړوالی لري چې کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له بودجې څخه د ۲ میلیونه ۲۱۵ زره ۲۶۷ افغانیو په لګښت جوړېږي چې چارې به یې دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د دغه چک ډیم په جوړېدو سره به د ۲۰۰ هکتاره کرنيزې ځمکې د اوبو د سېسټم په پياوړتيا سربېره د سېلابونو په مخنيوي او د ځمکې لاندې اوبو په پياوړتيا مهم رول ولوبوي.