کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
د پوليسو موظفينو د کابل ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتو کې د کورونو د مالونو اوموبايلونو د غلا په اړوند دوه غله ونيول .
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز باختراژانس ته وويل: پوليسو پرون د پروان يواوسيدونکى دکابل ښار د نهمې ناحيې د هودخېلو په ساحه کې ديوه کور د مالونو دغلا په وخت کې ونيوه .
فرامرز وويل: دويم سړى دکابل ښار د نهمې ناحيې اوسيدونکى د يادې ناحيې په مربوطاتو کې د يوه موبايل او د نهو زرو افغانيو د لوټولو په وخت کې د پوليسو په واسطه لاس په لاس نيول شوى دى .
ختم_ ف _اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ