خبرونهفرهنګټولنهTOP

په بامیانو کې د هنري آثارو نندارتون جوړ شو

کابل، د سلواغې ۴ مه، باختر

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتورریاست مسوولین وايي، چې د هنري آثارو یو ورځنی  نندارتون نن د یاد ریاست له لوري په فرهنګي مرکز کې جوړ شو.

دغه سيالۍ او نندارتون چې د انځورګرۍ، خطاطۍ، حکاکۍ، شبکه کاري، سوخته نګارۍ، میناتورۍ او اسلامي تزیناتو ته ځانګړې شوې وه، د باميانو والي، د دولتي ادارو يو شمېر رئيسانو، هنرمندانو، د هنر مينه والو او د رسنيو خلکو برخه اخيستې وه.

د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د یاد نندارتون د پیل په مراسمو کې وویل، د بامیانو د سیمه ییزې ادارې مشرتابه د انځورګرۍ هنر د پراختیا او د اسلامي فرهنګ او اسلامي ورورولۍ د انعکاس او په ځانګړې توګه د ښځو د انځورګرۍ صنعت د ودې غوښتونکي دي او د ښځینه او نارینه انځورګرانو هراړخیز ملاتړکوي.

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي صفي الله راید د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې په یاد نندارتون کې ۴۲ تنو هنرمندانو خپل آثار ثبت کړي وو، چې هر یو یې یوازې حق درلوده خپل یو آثار سیالۍ ته وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې ننني نندارتون کې د یادو ۴۲ آثارو ترڅنګ ددغو هنرمندانو ۲۸ نورآثارهم نندارې ته وړاندې شوي او په ټوله کې  په بېلا بېلو کټګوریو کې ۷۰ هنري آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

مولوي راید  دغه راز وویل، چې په دې سياليو کې ۲۵ ګټونکوګډون کوونکو ته په زړه پورې جايزې ورکړل شوې دي، چې درېيو هغو ته د غير نغدي جايزو تر څنګ نغدي جايزې هم ورکړل شوې.

په نغدي جایزو کې لومړي مقام ته ۴۵۰۰، دویم مقام ته ۳۵۰۰ او درېیم مقام ته ۲۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته