سیاست

د جمهور ريیس غني د بیا انتخابېدو په مناسبت د استرالیا د لومړي وزیر د مبارکۍ پیغام

کابل د ورې لومړۍ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمداشرف غني ته د جمهور ريیس په توګه د بیا انتخابېدوپه مناسبت د استرالیا د لومړي وزیر سکات موریسن د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی. د جمهور رييس دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : د استرالیا لومړي وزیر په خپل پیغام کې د جمهورريیس محمداشرف غني د بیا انتخابېدو د هرکلي ترڅنګ په اوسنیو سختو شرایطو کې په ډیموکراتیکه توګه د رای حق څخه د افغانانو د استفادې شهامت ستایلی دی. د مبارکۍ په دغه پیغام کې د دواړو هیوادونو د ملتونو د اړیکو لرغونتوب ته په اشارې په ۱۸۶۰ کال کې استرالیا ته د لومړنیو افغان اوښبنو د ورتګ او د یاد هیواد د زیربناوو پراختیا کې د هغوی د رول، د انکشاف په برخه کې د ۱،۴۲ میلیارد استرالیایي ډالرو مرستې او همدارنګه د بین المللي تروریزم تهدیدونو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان څخه د استرالیا د ملاتړ یادونه شوې ده. د استرالیا لومړي وزیر همدارنګه د طالبانو ډلې له قید څخه د استرالیایي پروفیسور تیموتي ویکس او کیون کینګ امریکایي د ازادېدو په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د همکارۍ قدرداني کړې ده. نوموړي همدارنګه په پیغام کې تېره میاشت په استرالیا کې د ویجاړونکې اورلګېدنې په بهير کې د افغانستان د زعامت پیوستون د دواړو هیوادونو د نږدې او برجسته مناسباتو د نمونې په توګه یاد کړی او مننه یې کړې ده. د استرالیا لومړي وزیر د افغانستان او استرالیا ترمنځ پنځوس کلنو ډیپلوماتیکو اړیکو ته په اشارې لیکي: د ۲۰۱۹ کال په جریان کې په سیدني کې په مشترکه توګه د زهره ارکستر تاریخي کنسرت د نمانځلو په ګډون د استرالیا په ټولو ایالتونو کې فرهنګي، سیاسي، علمي او اجتماعي برنامې اجرا کېږي. په پای کې د استرالیا لومړی وزیر سکات موریسن هیله څرګنده کړې چې د دوحې د سولې توافق د افغانانو په رهبرۍ په افغانستان کې د سولې او امنیت په تامین بدل شي. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته