کابل، د چنګاښ٢٨مه، باختر
د باميانو د مرکز ګرم بلاق شهيدانو د کلي د اوبو رسولو شبکې کار بشپړ او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د باميانو د والي، د اړوندو کليو د پرمختيايي شوراګانو د رييسانو، قومي مشرانو او مخورو او د رسنيو په ګډون د دغې شبکې د پرانیستلو په مناسبت جوړه شوې وه د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي وويل چې اوبه له سترو الاهي نعمتونوڅخه دي چې موږ بايد د دغه نعمت شکر ادا کړو، بل ستر نعمت امنيت دى چې له امنيت پرته به ژوند په خوښۍ سره تېر نه شي ، نو بايد د الهي نعمتونو شکر وکړو.
د باميانو والي زياته کړه دا يو الاهي نصرت دى، چې کافران را وپرځول شول او په راتلوونکي کې بايد پاملرنه وکړو چې پردي موږ يو د بل پرځاى وانچوي له هغو کسانو چې بهر ته تللي دي زموږ غوښتنه دا ده چې بېرته راستانه شي او د هېواد په جوړولو کې ونډه واخلي.
په دې غونډه کې د باميانو د کليو، بيارغاونې او پراختيا رييس ملاضياالله خادم وويل دغه پروژه د ويونيسف په مالي مرسته او د کليو، بيارغاونې او پراختيا رياست په همکارۍ د ٥ ميليونو٦٧٠ زرو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.
د باميانو د کليو د بيارغاونې او پراختيا رييس وويل چې له دې پروژې څخه ٢٩٣ کورنۍ استفاده کوي.
دغه راز د باميانو د کليو، بيارغاوني او پراختيا رييس په دغه ولايت کې په نږدې راتلوونکي کې د نورو پروژو د تطبيق خبر هم ورکړ.
\ ذ