سیاست

په کابینه کې د ټاکنو قانون په طرحې بحث وشو

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې د کابینې غونډه جوړه شوه.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د هېواد جمهور رئیس یو ځل بیا خلکو ته د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۹۷کلیزې مبارکي ورکړه، د نمانځنې له کمیسیون، امنیتي او دفاعي ځواکونو او ټولو هېوادوالو څحه چې ددغې پرتمینې ورځې په نمانځنه کې يې فعاله ونډه اخېستې وه مننه وکړه. هغه لارښوونه وکړه چې په دې خاطر دې د زمري د ۲۸مراسمو د نمانځنې کمیسیون غړي تقدیر شي.
جمهور رئیس غني په هر ولایت کې د هېواد د وسله والو ځواکونو په نامه د یو واټ د نومولو په اړه وویل، د وسله والو ځواکونو په نوم د واټونو نومول د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه قوي ملاتړ ښيي او اړتیا لیدل کېږي چې له مادي او معنوي پلوه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هر اړخیز ملاتړ وکړو.
له اجنډا سره سم، د جمهور رئیس دویم مرستیال او د ټاکنو قانون د ارزونې کمېټې رئیس محمد سرور دانش د ټاکنو قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
مسلکي کمېټې چې قاضي القضات، د عدلیې وزیر او ددغه وزارت  تقنیني غړي، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون رئیس، لوی څارنوال، د جمهوري ریاست د عدلي او قضايي بورډ رئیس، د جمهوري ریاست د چارو ادارې رئیس، د دولت چارو د انسجام مرستیال او په دغه ریاست کې د حقوقي، تقنیني او قضايي چارو رئیس او د کابینې صاحب نظر غړي په کې شامل دي د افغانستان د اساسي قانون او بین المللي معیارونو  او  تجربو په رڼا کې چې د پخواني قانون له پلي کېدو څخه یې ترلاسه کړي دي دیاد قانون هر اړخیز ډول واراوه.
دا قانون په (۱۶) فصلونو او (۱۰۹) مادو کې د جمهوري ریاست، ملي شورا، ولایتي، ولسوالیو او کلیوالو شوراګانو، ښاروالیو او د ښاروالیو د غونډو غړو، د آزادو، عمومي، پټو، مستقیمو، عادلانه او رڼو ټاکنو د کېدو په برخه کې د کاندیدانو او رایه ورکوونکو د اوصافو د تنظیم شرایطو، د ټاکنو کمیسیون د فعالیت او واکونو د طرز، د سرغړونو اړوند شویو شکایتونو او اعتراضونو څیړنې، ټاکنیزو سرغړونو اړوندو جرایمو او د خلکو عمومي رایو ته د مراجعې اړوندو چارو د تنظیم په موخه تدوین شوی دی.
ددغه قانون فصلونه عمومي احکام، کمیسیون، ټاکنیزې حوزې، د رایه ورکوونکي او کاندیدان، د جمهوري ریاست، د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، د ولایتي شوراګانو غړو، ولسوالۍ شورا، د کلي شورا، د ښاروالۍ او د ښاروالۍ د غونډې ټاکنې، د ټاکنو دایرول، دشکایتونو او اعتراضونو څېړل، عمومي رایو ته مراجعه او متفرقه احکام رانغاړي.
همدارنګه د جمهوري ریاست دویم مرستیال غونډې ته د مهمو تغییراتو لکه د هېواد په ولسي جرګه کې د اهل هنودو لپاره یوه څوکۍ، په ولایتي او ولسوالیو شوراګانو کې ښځینه قشر ته لږ تر لږه (۲۵) سلنه څوکیو ځانګړي کولو، د رسنیزې کمیټې جوړولو، د ټاکنیزو جرمونو او مجازاتو زیاتوالي، د ټاکنو د شفافیت په خاطر د دولتي کارکوونکو څخه استفاده، له پنځو کالو وروسته د ټاکنو کمیسیون د غړو تمدید، د ټاکنو قانون کې په ولایتونو او ولسوالیو کې دیوې څوکۍ والا حوزو جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې، د عدلیې وزیر او د کابینې نورو غړو خپل اصلاحي پیشنهادونه او نظریات غونډې ته مطرح کړل.
کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د جمهوري ریاست د دویم مرستیال او د ټاکنو قانون د ارزونې او تدقیق  کمېټې له غړو څخه مننه وکړه او دغې کمېټې ته یې دنده ورکړه، چې یو ځل بیا دې یاد قانون د اساسي قانون صراحت، د عدلیې وزیر او د کابینې نورو غړو د نظریاتو او وړاندیزونو او بین المللي نورمونو ته په پام وګوري او اصلاح شوې طرحه دې راتلونکې اونۍ بیا د وروستۍ پرېکړې لپاره د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته