خبرونهامنیت

په باميانو کې د نشه يي توکو دوه کارخانې کشف شوې

کابل/ د وري٢٥ مه / باختر
د امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو په پايله کې پرون د باميانو په مرکز کې د نشه يي توکو دوه کارخانې کشف شوې.
د باميانو د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ویلي چې د باميانو د امنيې قوماندانۍ او د استخباراتو رياست منسوبينو په ګډو عملياتو کې د نشه يي توکو دوه کارخانې کشف کړې دي.
ويل کېږي چې په دغو عملياتو کې د امنيه قوماندان مل پاسوال مولوي صديق الله شاهين او د باميانو د استخباراتو رييس سيد نجيب الله بلال شتون درلود.
خبرپاڼه زیاتوي، د دې قضيې په تړاو څلورتنه نیول شوي او په زیاته اندازه کیمیاوي مواد چې د نشه يي توکو په جوړولو او تولید کې کارول کیږي هم نیول شوي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته