خبرونهامنیت

په باميانو کې د تروریستي پېښې اصلي مشکوک ونيول شو

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
د باميانو سيمه یيز مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د ليندۍ د ۴ مې د چاودنې اصلي او پنځم عامل پرون ماښام ونيول شو.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ د باميانو سيمه یيز مسوولين وايي چې د دغه ولايت امنيتي ځواکونو د باميانو ښار د ليندۍ د ۴ مې د تروريستي پېښې اصلي عامل نيولى دى.
هغه په لومړنيو تحقيقاتو کې په باميانو ښار کې په تروريستي پېښه کې پر لاس لرلو اعتراف کړى دى.
له دې وړاندې هم څلور تنه د باميانو ښار د پېښې په تړاو نيول شوي دي چې تر پوښتنې لاندې دي.
د باميانو په مرکز کې د ليندۍ د ۴ مې په تروريستي بريد کې د ترافيکو د يو پوليس په ګډون ۱۸ تنه ووژل شول او ٥٨ نور ملکيان ټپيان شول.
ختم- ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته