کابل، د غوايي ۲۰ مه، باختر
په بادغیس کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې په وروستیو سېلاوونو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.
د بادغيس له طبيعي پيښو سره د مبارزې رييس مولوي بريداد “صابر” باختر اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په قادس، بالا مرغاب، غورماچ او ابکمري ولسواليو کې په وروستیو سېلاوونو کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي. په خبره یې، سېلاوونو ډېر مالي زيانونه هم اړولي دي.
د بادغیس له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس د مرستندویو موسسو او د اسلامي امارت له مسوولینو څخه وغوښتل چې له زیانمنو شویو کورنیو سره بشري مرستې وکړي.
ع