خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په افغانستان کې هېڅ ډار اچوونکې ډله فعاله نه ده، که چېرې وي مستنده دې طرحه شي

 کابل ، د غبرګولی ۹ مه ، باختر

په افغانستان کې ډار اچوونکې ډلې فعالې نه دي که چېرې په دې اړه کومه خبره وي بايد په مستند ډول دې طرحه شي.

د باختر آژانس مبصر ليکلي: د ملګروملتو سازمان په خپل يو نوي رپوټ کې ليکلي، چې ګنې د القاعده شبکه له اسلامي امارت سره نږدې اړيکې لري.

د ملګروملتو سازمان په دې رپوټ کې د خپلو کارپوهانو له خولې په افغانستان کې د القاعدې له فعاليتونو يو تصوير وړاندې کړى او زياتره یې د افغانستان له اسلامي امارت څخه د دې شبکې د مشر پر بيعت کولو تمرکز کړى دى او ادعا يې کړې چې د دې ډلې مشر له اسلامي امارت څخه خپل بيعت تازه کړى دى.

په رپوت کې ويل شوي دي« د غړو هېوادونو څېړنې ښيي چې القاعده په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې د امنيت احساس کوي او د هغې آزادي د پخوا په پرتله زياته شوې ده».

په رپوټ کې د یادې ډلې د افرادو د شمېر یادونه هم شوې، چې غړي يې  زياتره د هند، بنګله ديش، ميانمار او پاکستان اتباع معرفي شوي دي، چې د غزني، هلمند، قندهار، نيمروز، زابل او د پکتيکا په ولايتونو کې فعاليت کوي.

د افغانستان د خلکو په نظر د ملګرو ملتونو سازمان نوى رپوټ په فرضيو ولاړ دى او په هغه کې د توجيه وړ هيڅ سند نه ليدل کېږي.

د ملګروملتو سازمان نوى رپوټ په داسې وخت کې خپرېږي چې يوشمېر کړۍ، بهرني استخباراتي سازمانونه او څو مشخص هېوادونه په وروستيو ورځو او مياشتو کې په افغانستان کې  د ډار اچوونکو ډلو د فعاليتونو يادونه کوي.

دغه هېوادونه او بنسټونه  په قصدي ډول  په افغانستان کې په شته واقعيتونو سترګې پټوي، په هېواد کې تامين شوى امنيت بل ډول ښيي او د اسلامي امارت د مسوولينو ژمنو ته چې ويلي يې دي هېڅ کومې ډاراچونکې ډلې ته د فعاليت اجازه نه ورکوي پاملرنه، نه کوي او د افغانستان د خلکو او موجوده نظام پر وړاندې د پلمو په لټه کي دي، چې د افغانستان پرخلکو او اسلامي امارت فشار زيات کړي او امتيازونه ترلاسه کړي او د پخوا په شان په افغانستان کې خپل لاس پوڅی حکومت ولري په ټوليزه توګه د امريکا او د لويديځو هېوادونو هدف دا دى چې په دې ډول تبليغ سره چې ګنې ډار اچونه او بنسټپالنه په افغانستان کې د بیا ژوندي کېدو په حال کي دي نړيوالو ته تشويش پيدا کړي او د هغوى رواني مصونيت ته زيان ورسوي.

که چېرې په افغانستان کې موجود واقعيتونو ته ځيرشو پوهېږو چې د افغانستان په اړه

په لوېديځ او امريکا کې د استخباراتي سازمانونو او د نړيوالو بنسټونو د مقاماتو ځنځيري څرګندونې او د نړيوالو ډار اچوونکو سازمانونو د بيا فعاليت پيل واقعيت نه لري او د اسلامي امارت پر وړاندې تبليغ او يوه رواني جګړه  ده او د دغو هېوادونو د راتلوونکو پروګرامونو لپاره  د زمينو برابرول دي.

له ٢٠٠١ کال را په دې خوا امريکا  د القاعدې په نامه هڅې کړي، چې د نړيوالو ترمنځ ډار اچونه ترويج کړي او پرځاى يې امريکا پالنه زياته کړي، وسلې وپلوري او له امريکا څخه بهر ځواکونه واستوي او خپله واکمني پراخه کړي او اميتاز ترلاسه کړي. له وروستيو بدلونونو ښکاري چې امريکا  خپلو لويديځو شريکانو سره په لاس يو کولو سره يوځل بيا  د خپلو موخو لپاره د القاعدې نوم کارولى دى. دا د دې ښکاروندى دى چې  دغه اقتصادي زبر ځواک بياهم له امريکا بهر د خپل قدرت او زور د نندارې لپاره  پروګرام لري او د دغه شان ناوړه مقصد لپاره زمينه برابروي. که چيرې  په افغانستان کې د القاعده  د فعاليتونو د پيل خبره وي، اسلامي امارت د دوحې  په موافقه ليک کې په خپلو ژمنو ولا ړدى او هيڅ پوځي او ډاراچوونکي ډلې ته دفعاليت اجازه نه ورکوي.

اسلامي امارت د يو قانونمند  او سوله غوښتونکي نظام په توګه د ګاونډيو ، د سيمي او د  نړۍ هېوادونو پر وړاندې پر خپلو ژمنو پوه دى او د هغه له مخې عمل کوي په افغانستان کې هېيڅ کومې ډلې ته  د فعاليت اجازه نه ورکول کيږي چې د نورو پر وړاندې ګواښ وي که چيرې په دې اړه کومه خبره شتون ولري  په مستند ډول دې طرحه شي له دې پرته هغه څرګندونې چې په فرضيو ولاړې وي نه شي کولاى، اسلامي امارت  په دولت دارۍ او له نړۍ سره  په تعامل کې  له ډار او تشويش سره مخ کړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته