خبرونهامنیت

پنځلس طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۱۷ مه / باختر

د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ وسله والو طالبانو د دهراوود ولسوالۍ پر ځېنو برخو او ترینګوټ ښارته څېرمه د پوځیانو پر پوستو د بریدونو د ترسره کولو په موخه راټول شوي وو چې د هوا او ځمکې له لارې پرې بریدونه وشول.

د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دغو بریدونو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز د دښمن لسګونه جنګې وسایل هم د پوځیانو لاس ته ورغلل.

د یو بل خبر له مخې:

پوځيانو د روزګان په ګڼ مېشتو لارو کې د ۲۵ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.

تراوسه د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.

پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته