روغتیا

د بغلان په روغتونونو کې د انتظارخونوجوړول ناروغانو ته آسانتیاوې برابرې کړې

کابل / د غويي ۲۰ / باختر
د بغلان په روغتونونو کې د ناروغانو لپاره د انتظارخونې په جوړولوسره لازمې آسانتياوې برابرې شوې دي.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالعلیم غفاري باخترآژانس ته وویل ، دغه انتظارخونې د هېواد د جمهوري ریاست د عملیاتي او د ملي پراختیا د ملاتړيزې ادارې په مالي همکاری د ۱۳ میلیونو۹۷۸ زره افغانیوپه لګښت جوړې شوې دي.
د هغه د څرګندونوله مخې، د مرکزي بغلان او نهرین ولسوالیو په روغتونونوکې د انتظارخونې په جوړولوسره ناروغانوته لازمې آسانتیاوې برابرې شوې دي.
هغه زیاته کړه ، هغه ناروغان چې له لرو پرتو ولسوالیوڅخه د مرکزي بغلان اونهرین روغتونونوته راتلل د انتظارخونې د نشتوالي له امله له جدي ستونزوسره مخ کېدل چې د دغې انتظارخونې د کارپه بشپړېدوسره د ناروغانوستونزې لرې شوې دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته