خبرونهاقتصادټولنه

پروان کې یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د مرغومې ۱۶ مه، باختر

د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په سید خېلو ولسوالۍ کې یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق د باخترآژانس خبریال ته ویلی چې د دغه ولایت د سیدخېلو ولسوالۍ په قلعه سفید کلي کې د ټولنیز معیشت پروګرام له لوري یو سړک د ۳ میلیونه ۲۷۶ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادونې وړ ده، چې د یاد سړک د جوړولو ترڅنګ د ۹۵ متره استنادي، محافظوي دیوال او د موټرو د تګ راتګ ۲ پلونه هم جوړ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته