کابل باختردمرغومي دمياشتې٣٠ نيټه :
د غزني ترکانو د ځوانانو د سمون سازمان نن د ټولنې په فرهنګ جوړولو کې د ښځو د رول په نامه د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې غونډه وکړ.
په دغه غونډه کې په ټولنه کې د ښځو په فعال مشارکت ټينګار وشو.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې ؛ په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکټر کمال سادات خبرې وکړې او ويې ويل چې، د دغه شان پروګرامونو جوړول په ټولنه کې د ښځو په ګډون ارزښتناک رول لري.
ده په خپلو خبرو کې په کورنيو کې د هلکانو او نجونو نابرابريو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه چې، کورنۍ بايد خپلو نجونواو هلکانو ته د زده کړې زمينه برابره کړي .
ډاکټر سادات څرګنده کړه چې، ښځې د اسلام په مقدس دين کې لوړ مقام لري او ښځو د تاريخ په اوږدو کې زياتې سرښندنې کړي دي.
ده وويل ؛ د ښځو د پرمختګ لپاره دې ته اړتيا ده چې، په ټولنه کې د دوى د پرمختګ لپاره زياتې هڅې وشي، څو په ټولنه کې د ښځو د ګډون زمينه زياته شي .
د ځوانانو د چارو معين ډاډ ورکړ چې، دغه معينيت د امکان تر پولې پورې دځوانانو همکار دى .
د غزني د ترکانو د سازمان مسوول رحمت الله نايل په خپلو خبرو کې د ښځو د لارې پر سر پرتو خنډونو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې، بايد دغه خنډونه له منځه يوړل شي ،څو په هېواد کې د ښځو د پرمختګ سبب شي .
نايل وويل چې، ټولنه بايد ښځو ته په سپکه سترګه ونه ګوري اوبايد په ټولنه کې د ښځو رول زيات شي .
په دې غونډه کې د دغه سازمان د هنر کميټې مسوول په ټولنه کې د ښځو د رول په باب يوه مقاله ولوستله اوپه پاى کې د دغه سازمان نښان د ځوانانو د چارو معين ته ورکړ شو او دغه راز د غزني د ترکانو د ځوانانو د سمون د سازمان له خوا يو شمېر ښځو ته ددغه سازمان ستاين ليکونه ورکړ شول. پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل