خبرونهامنیت

پروان کې یو زرګر د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو

کابل، مرغومې ۲۲مه، باختر
د پروان ولایت امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې تېره شپه د پروان ولایت چاریکارو ښار اړوند لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د استخباراتو ریاست منسوبینو د یو اوپراتيفي راپور پر بنسټ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو زرګر د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د يادو عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتوونکو له څلور کسیزې ډلې څخه دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور یې له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د یادو عملیاتو په پایله کې دوه کلاشینکوفونه، شپږ شاجوره، یو عراده فرونر موټر او یو موټر سایکل د امنیتي منسوبینو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته