کابل باختر د ليندۍ دمياشتي ٢٦ :
درې تنه په سرپل ولايت کې په يوې نجلۍ د ډله ييز تيري په تور ونيول شول .
په سرپل ولايت کې دپوليسو مقاماتو په يوې اوولس کلنې نجلۍ د ډله ييز تيري
په تور د دريوتنو د نيولو خبر ورکړ .
دسرپل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالروف تاج باختراژانس ته وويل : دغه نجلۍ ديوي ډلي له خوا د سرپل ښار په آينا کلي کې د دوشنبې په شپه وتښتول شوه او په ډله ييزه توګه يي پرې تيرى وکړ .
خبرځاى زياته کړه نيول شوى کسان د نجلۍ دکورنۍ له خوا وپيژندل شول او دپوليسو په همکاري ونيول شول .
د دغې نجلۍ پلار امان الله وايي دشپې په دولسو بجو پنځوتنو ددوى دکور دروازه وټکوله کله چې نجلۍ دروازه پرانستله د دې خوله يې وتړله او يوه نااستوګن ځاى ته يې بوتله په دې يي ډله ييز تيرى وکړ .
ده زياته کړه درې تنه يې نيول شوي او دوه تنه نور يې تښتيدلي دي .
زيانمنه شوې نجلۍ بي بي شيرين له عدلي اوقضايي ارګانونو څخه غواړي
چې دپيښې عاملين په اعدام محکوم کړي .
0 1 دقیقه لوستل