سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

پاکستان تېروتنه وکړه؛ سیاسي ژوند داسې نه کیږي

تبصره

وړمه شپه د پاکستان پوځ د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه او بمبارد کړل، چې پایله کې یې یو شمېر افغانان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، شهیدان او ټپیان شول.

اسلام ایاد ادعا لري، چې برید کې یې خپل مخالفین وژلي، خو د پاکستان د حکومت مخالفینو ته په منسوبې یوې خپرې شوې ویډیو کې ویل شوي، چې دغه برید کې د دوی څوک نه دي وژل شوي او دې سره یې د پاکستان ادعا رد کړې.

که څه هم پاکستان کې د نوي حکومت په راتګ سره افغان لوري تمه درلودله، چې نور به اسلام اباد د تعامل لاره ونیسي او د یوه ښه ګاونډیتوب پاللو ته به رامخته شي، خو برعکس دوی په تاوتریخوالي لاس پورې کړ.

دوی فکر کړی و، چې افغانستان به د تېر په څېر چوپه خوله پاتې شي، خو خبر له دې نه دی، چې اوس افغانستان د کوم اشغالګر او ګوډاګي په لاس کې نه دی؛ بلکې واقعي افغانان پرې حکومت کوي، هغه افغانان، چې د نړۍ شاوخوا ۵۰ هېوادونه یې په شا کړل.

هو تر برید وروسته افغان زړورو ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پوستې په نښه او د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر اساس د لوړ رتبه پوځیانو په ګډون په کې یو شمېر نظامیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

نو پاکستان ته بیا هم باید وویل شي، چې د تاوتریخوالی یې سیاسي ژوند نه شي اوږدولی، بلکې د تعامل لاره باید خپله کړي او له افغان حکومت سره د خبرو له لارې خپل مسایل حل او فصل کړي.

او که دغه تګلاره د دې لپاره کاروي، چې ګواکې افغان لوری به تر فشار لاندې راشي او د دوی غوښتنو ته به لبیک ووایي، دا هسې یو خوب او خیال دی، ځکه اصیل افغانان د چا فشار او غلامي نه مني.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته