فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ د وزير او دکابل دخلکو د سراسري شورا د رييس ډاکتر سيد مخدوم رهين پيغام!

کابل باختر د کب دويمه :
دکابل د خلکو د پاڅون د څلورديرشمې کاليزې له امله داطلاعاتو او فرهنګ د وزير او دکابل دخلکو د سراسري شورا د رييس ډاکتر سيد مخدوم رهين  پيغام!
څلور ديرش کاله مخکې په همدې ورځ دکابل مبارزو او ميړنيو خلکو د وخت د شوروي د سره پوځ د تيري او شتون پرخلاف په پاڅون لاس پورې کړ او د (الله اکبر) په نارو او د آزادۍ زمزمې سره يې د شپې درنده او وحشتناکه چوپتيا ماته کړه او د آزادۍ او سرلوړى روښنايي پراخه کړه.
د١٣٥٨کال دکب د مياشتې دريمه شپه د روښنايي انقلاب و چې د هيواد په ګوټ ګوټ کې ستر وګړني پاڅون ته خوځښت ورکړ.
دکابل خلکو په سرښندنې سره دکب د مياشتې دريمه په يوې تل پاتې حماسې بدله کړه.
دغه پاڅون د دې څرګندوى دى چې د افغانستان ملت به د هيڅ يرغلګرپه وړاندې تسليم نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته