خبرونهامنیت

پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور درې تنه ونیول شول

کابل / د کب ۲۸ مه / باختر

په پکتیکا کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي چې درې تنه یې پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور نیولي او له هغوی څخه یې ۱۶ وسلې هم ترلاسه کړې دي.

د پکتیکا د ځانګړو ځواکونو قومندان مولوي اسدالله افتخار باختر آژانس ته وویل چې درې تنه یې پاکستان ته د وسلو د چاق په تور نیولي او شپاړس وسلې یې هم ترې ترلاسه کړې دي.

افتخار زیاتوي چې له نیول شویو کسانو څخه یې لس امریکايي وسلې، پنځه کلاشینکوفونه او یوه تومانچه ترلاسه کړي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته