امنیت

٤١ تنه ډار اچوونکي دهېواد په بيلابيلوسيموکې ووژل شول .

کابل باختر د وږي  څوارلسمه :
دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې ګډ چاڼيز اويرغليز عمليات دهېواد په بيلابيلو سيموکې ترسره کړل چې له امله ٤١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٣٦ تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته وويل د هېواد  ددفاعي اوامنيتي ځواکونو دغه ګډ عمليات چې دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ،  کاپيسا ، پکتيکا ، پکتيا ،  روزګان ، بادغيس ، بلخ ، فارياب ، جوزجان ، کندز او دهلمند دولايتونوپه مربوطات کې ترسره شول له امله يې  دکندز ولايت په چار درې ولسوالۍ کې  ٢٤ تنه تروريست طالبان وژل شوي  ١٧ تنه ټپيان ددښمن دوسلو اومهماتو دوه ډيپوګانې شپږ سنګرونه ويجاړ او ١٨ ماينونه کشف اوشنډکړل  او ددوى  دوه موټرونه او يو موټرسايکل ترلاسه شوي دي . دفارياب ولايت په غورماچ  ولسوالۍ کې پنځه تنه ډار اچوونکي وژل شوي  درې تنه ټپيان او يوه اندازه وسله او مهمات له منځۀ  تللي دي او دروزګان ولايت  په چورې ولسوالۍ کې ١١ تنه ډار اچوونکي وژل شوي  ١٢ تنه ټپيان  او ددښمن دوه موټر  او ١١ موټرسايکلونه له منځه تللي دي
دغه راز  دهلمند ولايت مرکز بولان ساحه اونهر سراج ولسوالۍکې ددغو عملياتوپه بهير کې  دوه تنه ډار اچوونکي وژل شوي دوه تنه ټپيان شوي دي او دلغمان ولايت په الينګار  ولسوالۍ کې يوتن ډار اچوونکي وژل شوي او دجوزجان ولايت په اقچې  ولسوالۍ کې  دوه تنه ډار اچوونکي ټپيان شوي دي .
  ختم-عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته