خبرونهامنیت

٣٣ وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ د مرغومي٥مه / باختر

٣٣ وسله وال طالبان هلمند کې په  نويو جګړو کې ووژل شول او ١٣ نورټپيان شول .

دغه  جګړې تيره شپه په ناوې ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.

د هېواد په لويديځ کې دميوند قول اردو د رسنيو دفترد يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي؛ په يادو نښتو کې ٣٣ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٣ نور ټپيان شول.

خبرپاڼه زياتوي د جګړو په وخت کې پر وسله والو طالبانو له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول.

د جګړو په پاى کې د وسله والو طالبانو  په لسګونو سپک او درانده جنګې  وسايل             د پوځيانو لاسته ورغلل.

د يوبل خبرله مخې: پوځيانو دهلمند ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه د ١٦ ميانونو په کشفولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په  دې اړه څه نه دي ويلي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته