کابل باختر د کب شلمه :
يو سويډنى نن د دوو تنو وسله والوکسانوله خوا دکابل ښار د وزير محمد اکبرخان په ساحه کې ووژل شو.
دکابل ښار د پوليسو د لسمې حوزې آمر نجيب الله سمسور ددغه خبر په تاييدولو سره د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغه سويډني تبعه د دوو تنو له خوا چې په بې غږه تومانچو سمبال وو؛ بريد وشو.
د ده د څرګندونو له مخې: دغه سويډني تبعه د ايمرجنسي روغتون ته دليږدونې په لاره کې سا ورکړې ده.
سمسور زياته کړه چې ددغه پيښې په اړوند دوه تنه دپوليسو له خوا نيول شوي او تحقيقات دوام لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ