ټولنه

واورين ټپي پړانګ د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شو

– کابل / د وري ١٦مه /باختر
د هغه واورين پړانګ درملنه چې په لغمان کې د سيمې د خلکوپه بريد کې ټپي شوي و، په کابل کې پيل شو.
دغه پړانګ څه ناڅه ٤ورځې مخکې له يوغره څخه د الينګار ولسوالۍ يوکلي ته ښکته شو اوهلته د سيمې د خلکو له خوا پرې بريد وشو اوټپي شو.
د کابل يو روغتيايي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې د دغه کميابه واورين پړانګ ټپونه ژور نه دي او ډېر ژر به جوړ شي.
دا دويم واورين پړانګ دى چې په وروستيو دوو مياشتوکې په لغمان کې د سيمې د خلکو له خوا پرې بريد کېږي.
لومړى پړانګ د ټپونود ژورتيا له امله مړ شو .
د لغمان د کرنې او اوبولګولورييس محمد جميل خوشحال وايي هلې ځلې کوي چې په دغه ولايت کې د کميابو څارويو د له منځه تلو مخه ونيسي.
ختم_ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته