خبرونهورزش

هلمند کې د رمضان جام د کرکټ سیالۍ د آزاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د وري ۲۱ مه، باختر

د هلمند د رمضان جام د کرېکټ سیالۍ چې د روژې مبارکې میاشتې په لړ کې پیل شوې وې د آزاد لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د هلمند د کرکټ بورډ آمریت مسوولینو د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې په دغو سیالیو کې ۴۸ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پایلوبه کې آزاد لوبډله وتوانېده د پښتون بازانو لوبډلې ته د ۳ اورونو په توپير ماتې ورکړي او اتلولي خپل کړي.

هېره دې نه وي چې په پای کې د لوبې لومړۍ او دوهم مقام غوره لوبډلو او لوبغاړو ته موټرسایکلونه هم ورکړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته