خبرونهاقتصادټولنه

ننګرهار کې د څه باندې ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال جوړ شو

کابل، د وري ۲۰مه، باختر
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ددې ولایت د کوټ ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د سید احمد خېلو او ډواني کانال د رغولو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې یاد کانال د ۵۸۳۰ متره اوږدوالی لري، چې ۱۳۳۰ متره یې په اساسي ډول جوړ شوی، چې د ۴ زره ۵۰۰ متره کیندنې او پاک کارۍ چارو تر څنګ په کې د ۷۲۲ متره استنادي دېوال رغول هم شامل دي.
مولوي محمد زیاته کړه، چې د دې پروژې چارې په ۱۷میاشتو کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د ۲۷ میلیونه، ۳۷۴ زره او ۶۷۷ افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.
نوموړي دغه راز د کانال په شاوخوا غونډیو کې ۵۶۸ تراسونه هم د بارانې اوبو د زېرمه کولو په موخه کېندل شوي.
هغه څرګنده کړه، چې د دې کانال په جوړولو سره ۱۶ زره جریبه کرنیزې ځمکې ته د اوبو رسولو زمینه برابره شوې ده، چې پدې سره به ۶۰۰ جریبه نوي ځمکه آباده او ۳ زره ۵۰۰ جریبه للمي ځمکې په ابي ځمکو بدلې شي.
په ورته وخت کې هغه د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د پروژې په ساتنه کې بشپړه همکاري وکړي.
نوموړی د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې هڅه کوي ترڅو د همکارو مؤسسو له لارې د اوبولګولو پروژو سربېره نورې پروژې هم پلې کړي.
باید وویل شي، چې د اسلامي امارت د هېواد د موسمي اوبو مدیریت په پار د هېواد په کچه د سلګونو چک ډېمونو رغنیزې چارې پیل کړي دي، چې د یوشمېر هغو چارې بشپړې او د پاتې هغو چارې به په نږدې ورځو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته