سیاست

تبصره

کابل باختر د ثور شلمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  داسيا دزړه په هيوادونو کې دافغانستان  له سفيرانو سره   په غونډه کې يوځل بيا تينګار وکړ چې له امريکا سره دستراتيژيکي همکاريو دسند لاسليک دګاونډيانو په زيان نه دي .

 دباختر اژانس سياسي مبصر ليکي له امريکا سره د اوږدمهالو همکاريو دسند له لاسليک وروسته ځينو ګاونډيو هيوادونو دديپلوماتيک دود پرخلاف تندې او ترخي  څرګندونې بيان کړي خو دافغانستان مشرتابه دملي او سيمه ئيزو ګټو په پام  کې نيولو سره دنه مقابلي دسياست په پيروي په زغم سره په دې اړوندچلند کړى دى او تل يي ټينګار کړي چې له امريکا سره دستراتيژيکي همکاريو دسند لاسليک دګاونډيانو په زيان  نه دي .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي داسيا دزړه په هيوادونوکې  دافغانستان له سفيرانو سره چې استانبول دبهير په چوکاټ کې دکابل کنفرانس دجوړولو  لپاره دتياري دنيولو په خاطر په  سيمينار کې ګډون کړي و  له هغوي څخه وغوښتل چې دسيمې هيوادونو ته دي ډاډ ورکړي چې له امريکا سره دستراتيژيکي  همکاريو دسند لاسليک دهغوي په زيان نه دي او بايد هغه ناوړه تفاهمونه لري  شي  چې په دې اړوند ځينو ګاونډيو هيوادونو ته پيدا شوي دي .

  دغه څرګندونې چې دخردمندانه او معقول سياست پربنسټ او دسيمه ئيزي همغږي پر بنسټ دي سيمه ئيزو اړيکو ته ددرناوي  په باب دافغانستان دريځ يوځل بيا بيانوي يعني دافغانستان دبهرنې سياست بنسټ  مقابله نه بلکي متقابل درک او همغږي ده .

 دا دمسئلي  يو اړخ دي خو ددغې موضوع بل اړخ د سيمې هيوادونو او دهغو په ګاونډيانو پورې اړه پيداکوي ځکه دافغانستان خلک دتيرو لنډو کلونو خاطري په حافظه  کې لري .

 کله چې نړيوالې ټولنې  د ډاکتر نجيب الله درژيم له راپرزيدو  وروسته  افغانستان ته  شاواړوله او هر څه يي پاى ته رسيدلي وبلل دغي موضوع دسيمې دهيوادونو په لاس يو کولو کې دطالبانو ظهور او دتروريزم په وحشتناکي  ځالي دافغانستان بدلون په ځان پسي درلود .

  په هغه وخت کې ګاونډيو هيوادونو او نړيوالو هيوادونو ليدل چې څه ډول افغانستان دتروريزم او دخاصو تروريستي کړيو  په توده  تبه  کې سوځي  او هيڅکله  ددغو خلکو مظلومانه  چيغي نه ګاونډيانو او نه دنړۍ هيوادونو واوريدي تر دې چې تروريزم له سمندرونو آخوا په دنګو ماڼيو بريدونه وکړل .

  په هر صورت تير وختونه ډير  ترخه و او نن ورځ هم تروريزم په سيمه کې جرړي  ځغلولي دي چې ګڼې افغانستان ددې حق نه لري چې تورتمو کلونو ته  دستنيدو په خاطر له تيرو هيوادونو سره ستراتيژيکي  تړونونه لاسليک کړي دغه حق ددولتونو ترمنځ او دنړيوالو ټولنې په ميثاق  کې  روښانه اوڅرګند دي .  افغانستان  دخپلو ملي ګټو دساتني په خاطر له هيوادونو سره دغه شان تړونونه لاسليک کړي دي خومخکي له دي  يي دسيمي له هيوادونوسره رغنده اوګټوري خبري کړي دي ددغو خبرو مصداق رسنيو ته دملي امنيت دسلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا څرګندونې دي  ، ده رسنيو ته ويلي دي چې دوي پخوا ددغه سند په باب دايران ، پاکستان او روسيې په ګډون دسيمې له هيوادونوسره خبري کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته