کابل باختردکب دمياشتې٢٨ نيټه
په سرپل ولايت کې له طبيعي پيښو سره د مبارزې ملي کميټې دکب په مياشت کې له پنځه زره بيځايه شويو کورنيو سره مرسته کړې ده.
د سرپل ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې د ادارې رئيس انجينر عزيزالرحمن ايماق باخترآژانس ته وويل ؛ د روان کال په ژمي کې څه ناڅه شپږ زره کورنيو په دغه ولايت کې طبيعي پيښو ، وچکالۍ او نا امنيو له امله بيځايه شوي دي او د سرپل ښار په شاوخوا سيمو کې شپې سباکوي.
د زياته کړه چې دکب په مياشت کې د بيځايو شويو کورنيو له جملې څخه په پنځه زره کورنيو درې قلمه خوراکې توکي او نغدي پيسې ويشل شوي دي او لا هم له دوى سره د مرستو بهير دوام لري. پاى ذکرالله