خبرونهسیاستTOP

ملا نورالله نوري: له مرستندویو بنسټونو سره په ګډه کار کوو څو د لرې پرتو سيمو اوسېدونکو ته لومړني او اساسي خدمات برابر کړو

کابل، د وري ۳مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير پرون په خپل کاري دفتر کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له سرپرست ملا نورالله نوري سره وکتل.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وويل چې په وروستیو کې د قومونو د انسجام او د هغوی د ستونزو حل لپاره ځینې ناستې ترسره شوي او په ولايتونو کې د قومونو ګڼې ستونزې حل شوې دي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د هېواد لرې پرتو محرومو سیمو ته د خدماتو رسولو لړۍ دوام لري او له مرستندویه بنسټونو سره په ګډه کار کوي، چې د دې سيمو اوسېدونکو ته لومړني او اساسي خدمات برابر کړي.
هغه د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته هر اړخيز مالومات ورکړل.
په ورته وخت کې د رياست الوزراء سياسي مرستيال په دغه کتنه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسؤولینو هڅې وستايلې او ويې ويل چې په تېرو څو میاشتو کې د قومي شخړو حل په موخه د دغه وزارت هڅې د ستايلو او د تېرو څو لسيزو په پرتله بېسارې دي.
مولوي عبدالکبیر د یاد وزارت د راتلونکو پلانونو تر ارزونې وروسته وویل،د نظام د قوت او د قومونو ملاتړ او یووالي لپاره د شخړو لمنځه وړل مهم دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته