کابل باختردتلې د مياشتې ١٦ :
په ننګرهار ولايت کې شپاړلس تنه ددولتي ځمکو دغصبولو په تور ونيول شول.
په نيول شويو کسانو تور لګول شوى دى چې د روداتو ولسوالۍ په سرخ ديوار ساحه کې يې دولتي ځمکې غصبې کړې دي.
دغه کسان پرون دپوليسو له خوا ونيول شول.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغو نيول شويو کسانو له زياتې مودې را په دې خوا دروداتو ولسوالۍ په سرخ ديوارسيمه کې دولتي ځمکې غصبې کړې وې او ددولت خبرداريو ته يې هيڅ پاملرنه نه کوله .
ده وويل : په دغه ولايت کې له غاصيبينوڅخه ددولتي ځمکو دبيرته نيولو بهير دوام لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ