سیاستخبرونهTOP

ملا عبدالغني برادر بامیانو ته سفر وکړ

– کابل / د وري ۱۹ مه / باختر

د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر مولوي شهاب الدین دلاور بامیانو ته په سفر کې د یاد ولایت د امنیې قومندان مولوي صدیق الله شاهین سره کتلي.

د بامیانو والي دفتر  باختر آژانس ته د یوې خبر پاڼې په استولو سره ویلي چې د ریاست الوزرا لومړي مرستیال او د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر د سفر موخه د بامیانو امنیتي وضیعت او د ټولنیزو ستونزو حل و باله.

په دغه کتنه کې د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي وویل چې په یاد ولایت کې په بشپړ ډول امنیت تامین دي او هيڅ ډول امنیتي ستونزه نشته.

نوموړي ملا عبدالغني برادر ته ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه شپه او ورځ هڅې کوي تر څو د بامیانو خلک په امنیت کې ژوند وکړي.

په خبر پاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د بامیانو والي ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به  موجوده ستونزې حل کوي.

د ریاست الوزرا او د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر د یاد ولایت له هوايي ډګر څخه هم لیدنه وکړه او د هوايي ډګر مسوولینو ته یې ډاډ ورکړ چې تجیزاتو په برخه کې شته ستونزې به ډېر ژر حل کړی.

بارکزی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته