سیاستخبرونهټولنهTOP

ملا عبدالغني برادر آخوند: په افغانستان کې د نشه‌ يي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره ښه زمینه برابره شوې ده

کابل، د کب ۱۴مه، باختر

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د ملګرو ملتو سازمان د نشه ‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې له پخواني اجرائیوي رئيس پينو الارچي سره وکتل. 

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د نشه ‌يي توکو پر وړاندې د ترسره شوې مبارزې او په دې برخه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې پر راتلونکو ګډو همکاریو خبرې کړې دي. 

ملا عبدالغني برادر آخوند ویلي دي: «اسلامي امارت د تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو پر مهال په افغانستان کې د نشه ‌يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه وکړه چې اوسمهال یې د تولید او قاچاق کچه تقریبا صفر ته رسېدلې ده». 

هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت، پر نشه‌ يي توکو زرګونه روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل، په ښه ډول یې د هغوی درملنه وکړه او د کاري زمینې برابرولو په پار یې ورته د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه پيل کړي دي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې د یو خپلواک نظام او سراسري امنیت په راتلو سره، د نشه‌ يي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او نړیوال سازمانونه کولای شي په دې برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي. 

دغه راز د ملګرو ملتو سازمان د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني اجرائيوي رئيس، د نشه ‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې او ویلي دي چې نړیواله ټولنه مکلفیت لري افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره ګډه همکاري وکړي. 

هغه زیاته کړې چې دوی غواړي په نږدې راتلونکي کې په کابل کې نړیوال کنفرانس جوړ کړي او د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې د نړیوالو مالي ملاتړ راجلب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته