کابل باختر د سلواغې اته ويشتمه :
يوه زياته اندازه نشه يي توکي دهېواد په ختيځ کونړ ولايت کې کشف شوې .
دغه نشه يي توکي نن سهار کله چې پاکستان ته ليږدول کيدل دډيورنډ کرښې په يوه صفري سيمه کې دافغانستان دسرحدي ځواکونو له خوا کشف او ونيول شول .
دهېواد په ختيځ کې دسرحدي ځواکونو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې په سلګونو کيلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
ده وويل ټاکل شوې وه دغه نشه يي توکي پاکستان ته قاچاق شي .
ددغو نشه يي توکو دقاچاقو په اړوند دموټر چلوونکي نيول شوى دى .
ختم- ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ