کابل، غبرګولي ۲۰مه، باختر
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون د قطر د امیر له سلاکار محمد المسند او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
د ریاست الوزرا له لومړي معاونیت څخه باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې محمد المسند په افغانستان کې د اسلامي امارت پر واکمنېدو خوښي ښودلې او ويلي یې دي چې هېواد يې ژمن دی له افغانستان سره په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د يوه ملګري هېواد په توګه خپلو همکاريو او ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه زياته کړه: اوسمهال په افغانستان کې امنیت تأمین شوی دی، خلکو ته د کار زمینه برابره شوې او اوس د دې وخت را رسېدلی چې نړۍ ته د افغانستان حقيقي تصوير وښودل شي.
په همدې حال کې، د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال هم د قطر له همېشنیو همکاريو مننه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان د ځان بسياينې پر لور ګامونه اخلي او د قطر په ګډون د نړۍ له هېوادونو سره د پياوړو اقتصادي او سياسي اړيکو غوښتونکی دی.
هغه همدا رنګه، ډاډ ورکړی دی چې اسلامي امارت په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي او قطر کولی شي دلته د اوبو بندونو جوړولو، د کانونو استخراج او د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
وهاج