سیاست

د کابينې ۵ تنو نويو وزیرانو د لوړې مراسم پر ځای کړل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٩ :
د کابينې ۵ تنو نويو وزیرانو چې په دې وروستيو کې يې د افغانستان د ولسي جرګې له لوري د باور رايې ترلاسه کړې، نن د افغانستان د جمهور رئيس حامدکرزي پروړاندې د لوړې مراسم پر ځای کړل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
په هغو مراسمو کې چې نن په ارګ کې پرځاى شول، د بهرنیو چارو وزير ضرار احمد عثماني، د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزير دین محمد مبارز راشدي، د انرژى او اوبو وزیرعارف خان نورزی،
د کانونو او پطرولیم وزيرمحمداکبر بارکزی اود سوداګری اوصنايعو وزیر شاکر کارګر د وفادارۍ لوړه وکړه.
دوی سوګند یاد کړ چې د افغانستان د کابينې د وزیرانو په توګه به خپلې دندې د اسلام د سپيڅلي دین د حکمونو په حمایت، د اساسي قانون او د افغانستان د نورو قوانینو په رعایت، د اتباعو د حقونو د حفاظت، د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د ملي وحدت په رڼا کې مخ ته وړي.په خپلو ټولو چارو کې به خدای ( ج ) حاضر ويني او ورسپارل شوې دندې به په صداقت سره سرته رسوي.
د لوړې له مراسمو وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامدکرزي د کابينې ۵ تنو نويو وزیرانو ته د دندې مبارکي وویله او هغوی ته يې د هېواد او د افغانستان خلکو ته د خدمت په لاره کې  د بریاليتوب هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته