خبرونهفرهنګ

محمد طاهر زهير د الياس داعي په نمانځغونډه کې: خبريالان په حقيقت کې د خلکو ژمن ويندويان دي

۳۶- کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د آزادۍ راډيو د خبريال الياس داعي په ياد چې څه موده وړاندې په هلمند کې شهيد شو، نن يوه غونډه جوړه کړه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د آزادۍ راډيو خبريال الياس داعي د روان کال د لړم په ١٢ مه د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د هغه د سپرلۍ په موټر کې د ځای پرځای شوي ماين د چاودنې په پايله کې شهيد شو.
دغه غونډه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه پلاوي، د ملي شورا د يوشمېر غړیو، دولتي مسوولينو او د رسيزو فعالانو په ګډون جوړه شوه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د ټولو شهيدانو، رسنيزو شهيدانو په تېره بيا د شهيد الياس داعي روح ته دعا وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د هېواد او خلکو دښمنانو د هېواد پر پېښو د خبر د خپرولو په جرم د الياس داعي ژوند واخیست.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل چې په هېواد کې د خبريالانو، رسنيو او د رسنيو د کارکوونکو رول، مقام او دریځ دومره لوړ او مهم دى چې هېڅوک له هغه څخه انکار نه شي کولى.
هغه زياته کړه چې خبريالان مقدس رسالت او لوړ مقام لري، له همدې امله د خلکو ترمنځ ځانګړی ارزښت لري او په حقيقت کې د افغانستان د خلکو ژمن ويندويان دي.
محمد طاهر زهير څرګنده کړه چې خبريالان او رسنۍ د دموکراسۍ او ولسواکۍ په ټينګښت او د فساد په مخنيوي کې ځانګړی رول لري او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم ځان مسوول بولي چې د خبريالانو د مقام، دریځ او حقوقو په ساتنه کې تل هلې ځلې وکړي او په ټولو برخو کې د قانون په رڼا کې یې د رسنيو او خبريالانو ملاتړ کړى دى او په راتلونکي کې هم د دوی ملاتړ کوي.
دغه راز په دې غونډه کې د جمهوري رياست د وياند مرستيال دواخان مينه پال هم په خبرو کې په هېواد کې د اطلاع رسونې په برخه کې د رسنيو رول مهم وباله او د الياس داعي د شهادت د قضيې د څېړنې او محکمې ته پر هغه د بريد د عاملانو د سپارلو په برخه کې یې د حکومت د اقداماتو ډاډ ورکړ.
په همدې ترتيب په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي غلام ولي افغان، د ژورنالیستانو د خونديتوب کمېټې په استازيتوب صديق الله توحيدي، د خبريالانو له فدراسيون څخه عزيزاحمد تسل او د هلمند د خبريالانو اتحاديې مسوول زين الله ستانکزي په وار سره خبرې وکړې.
هغوى سره له دې چې د خبريالانو وژل یې ناروا عمل وباله، له حکومت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او له آزادۍ راډيو څخه يې وغوښتل چې د رسنیزو شهيدانو او د شهيد الياس داعي د کورنیو ملاتړ وکړي.
دغه راز دوى ټينګار وکړ چې د الياس داعي د شهادت عاملين وپېژني او سزا ورکړي.
ختم-ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته