خبرونهفرهنګټولنه

محمد طاهر زهير او يوشمېر حکومتي مسوولينو د پوهاند باوري مړي ته درناوی وکړ

کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د دغه وزارت د پخواني معين پوهاند محمد رسول باوري مړي ته په درناوي سره، د هغه روح ته دعا وکړه.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د سردار محمد داوود په روغتون کې دغو مراسمو کې په داسې حال کې چې د پوهاند باوري د کورنۍ يوشمېر غړي هم حاضر وو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او د دغه وزارت معينانو، سلاکارانو او رييسانو، د لوړو زده کړو وزارت علمي معين، د افغانستان د علومو اکاډمۍ سرپرست او يوشمېر حکومتي مسوولينو او فرهنګي شخصيتونو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د پخواني معين پوهاند محمد رسول باوري مړي ته درناوی وکړ.

دغه راز دوى د پوهاند باوري روح ته د دعا ترڅنګ، د خپلې ډاډګيرنې او غمشريکۍ مراتب د ارواښاد د کورنۍ غړیو ته څرګند کړل.

د پوهاند محمد رسول باوري جنازه نن د کابل د سردار محمد داوود له روغتون څخه قندهار ته ولېږدول شوه او سبا د قندهار پوهنتون په انګر کې د مشاهيرو په آرامګاه کې خاوروته سپارل کېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني معين، لرغونپوه، څېړونکي، مشهور ليکوال او د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد رسول باوري د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه؛ نن سهار د ۶۴ کلنۍ په عمر په کابل کې د سردار محمد داوود په روغتون کې ومړ.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته