امنیت

په غور کې دپوليسو په پوستو دطالبانو بريدونه شنډ کړى شول

-کابل باختر د وږي څلورمه :
دغور ولايت په پسابند ولسوالۍ کې دپوځيا نو او طالبانو ترمنځ نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دغور ولايت امنيه قوماندان غلام مصطفي  محسني دباختر اژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه تيره شپه دپسابند ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دپوليسو په پوستو  دبريدونو نيت درلود چې دپوستو دپوليسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول اوجګړې ونښتې .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغو جګړوپه بهير کې  څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې په دغو جګړو کې دپوليسو درې تنه سرتيري  هم شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته