سیاستخبرونهTOP

متقي: افغانستان چمتو دی چې د سالنګ له لارې جنوبي آسیا ته د روسي توکو په لېږد کې مثبت رول ولوبوي

کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي نن د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو، د سوداګرۍ ودې او سیمه ییزو او نړیوالو میکانیزمو کې د افغان حکومت د حضور په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.

په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي وویل، د افغانستان او روسیې دوې اړخیزې اړیکې ورځ په ورځ قوي کېږي او له روسیې څخه مننه کوو چې په نړیوالو ناستو کې له افغانستان څخه ملاتړ کوي.

مولوي متقي ټینګار وکړ چې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي او افغانستان چمتو دی چې د سالنګ لویې لارې له رغول کېدو وروسته جنوبي آسیا ته د روسي توکو په لېږد کې مثبت رول ولوبوي.

ورته مهال د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل، ځیني هېوادونه غواړي د نوو میکانیزمونو د جوړولو له لارې خپلې اجنډاوې په سیمه کې پلې کړي او د افغان حکومت له توافق پرته باید داسې څه ونه شي.

کابلوف زیاته کړه، که هر هېواد له افغانستان سره مشکل لري کولای شي افغان حکومت سره یې د دوو اړخیزو اړیکو له لارې مطرح کړي.

نوموړي وویل، ځینې هېوادونه ګوري چې د سیمې هېوادونه د افغانستان حکومت سره همکاري پراخوي، هغوی غواړي چې د نویو میکانیزمونو له لارې په سیمه ییزو مسایلو کې دخیل شي او دغو پرمختګونو کې ستونزې راولاړې کړي.

کابلوف ټینګار وکړ چې د امریکا متحده ایالتونه باید د افغانستان بانکي زېرمې له کنګل وباسي او پرېږدي چې دغه ریزرف د افغانستان په اقتصاد کې مرسته وکړي.

نوموړي وویل، روسیه چمتو ده چې افغانستان سره سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي او چمتووالی یې وښود چې افغان سوداګر روسیې ته ولاړ شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو فرصتونو خبرې اترې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته