کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د رییس الوزرا الحاج ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پیل کې د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تشکیلاتو کمېسیون کاري راپور وړاندې کړ او د دغه کمېسیون پر شویو پرېکړو له کافي بحث او غور وروسته تصویب شو.
وروسته د لویې څارنوالۍ د فعالیت، له پخوانۍ ادارې سره د پخوانیو زنداني مجاهدینو د دوسیو د برخلیک ټاکل، د مصادره اموالو په تړاو د پرېکړې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
دغه راز لویې څارنوالۍ ته دنده وسپارل شوه چې په دې اداره کې موجودې د پخوانیو په فساد ککړو چارواکو د دوسیو د برخلیک ټاکلو په اړه څېړنه وکړي او بشپړ راپور یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
همدارنګه د کابینې غونډې د مالیې وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارله چې د بشري مرستو اړوند د مالیاتي معافیت موضوع وڅېړي او پایله یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
په همدې حال کې اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې په حکومتي غصب شویو ځمکو کې د اشخاصو له خوا د جوړو شویو ودانیو موضوع په دقیق ډول وڅېړي.
د کابینې په غونډه کې د هېواد په نورو ټولنیزو مسایلو او د حکومتي ادارو پر ستونزو هم خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.
وهاج