ورزش

دنړۍ دکرکټ ددويمې درجې دټيمونو ترمنځ دنړۍ دغوره لوبغاړي په توګه د محمد شهزاد انتخاب .

کابل باختر د مرغومي  دريمه :
محمد شيرزاد دکرکټ دورزشي څانګې ددويمې درجې دټيمونو ترمنځ دنړۍ دکال دغوره لوبغاړي  په توګه  انتخاب شو .
دافغانستان دکرکټ دغه لوبغاړي په تير عيسوي کال کې هم په ملي ټيم کې او هم دبنګله ديش  په ليک کې په خپل لوبغالي کې ښه ځليدلى دى
په دې وروستيو وختو کې  دکرکټ نړيوالې شورا ددغې ورزشي څانګې دکال ډير  غوره لوبغاړي اعلام کړل .
  په دې  ټاکنه کې  محمد شهزاد دنړۍ دکرکټ  ددويمې  درجې دټيمونو ترمنځ د ډير غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو
ده دغه راز دنړۍ دکرکټ دلسو غوره لوبغاړو  ترمنځ  ځاى نيولى دى
دافغانستان کرکټ  بورد ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره دکال دکرکټ دغوره  لوبغاړي په توګه دمحمد شهزاد انتخاب يو تاريخي  برياليتوب  بللى دى اوپه نړيوالو ډګرونوکې دهېواددکرکټ  داستعدادونو شتون ته په اشارې سره  يې په دې ورزشي څانګه کې دافغانستان مقام ته  دروښانه راتلوونکي زيرى ورکړى دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته