خبرونهټولنه

لوګر کې د ترافیکي پیښې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د کب ۶مه، باختر

د لوګر د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، چې د لوګر – پکتیا پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمد الله انس د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې یاده پېښه د ټېلر او سراچه موټر ترمنځ تېره شپه مرکز ته اړوند التمور سیمه کې رامنځته شوې ده، چې په ترڅ کې یې یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

همداراز د لوګر د لویو لارو د ساتنې د کنډک قوماندان مولوي سمیع الله حامد سیلاب وایي، چې د پیښې ځای ته په وخت رسیدنه شوې او ټپیان د پکتیا حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه لیږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د موټر چلوونکو د بې احتیاطی له امله وخت ناوخت په لویو لارو باندې ترافیکي پیښې رامنځته کیږي چې د هېوادوالو ژوند ګواښي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته