Uncategorized

لوګرعامه کتابتون ته په لسګونو ټوکه کتابونه ورکړل شول

کابل / د سلواغی / ۱۳ / باختر
لوګر کتابتون ته په لسګونو ټوکه کتابونه ورکړل شول.
دغه کتابونه د فرهنګ ، هنر، ادب ، زده کړې ، تاریخ او فلسفې او د اسلام پېژندنې په برخو کې دي چې د افغانستان د علومو اکاډمى له لوري دغه کتابتون ته ورکړل شول.
د لوګرد اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع الله صمیم باخترآژانس ته وویل چې د لوګرد کتابتون د بډای کولو لپاره هلې ځلې کوي.
هغه د افغانستان د علومو اکادمۍ څخه د کتابونو د مرستې له امله مننه وکړه او له ټولو خیرو بنسټونو او اشخاصو څخه وغوښتل چې د دغه کتابتون په بډای کولوکې مرسته وکړي.
د لوګر د عامه کتابتون مدیرعبدالاحمد فیضي وايي چې په دې کتابتون کې څه د پاسه بېلا بېل ۱۲۰۰۰ ټوکه کتابونه شتون لري.
فیضي زیاته کړه چې په لوګرکې د مطالعې فرهنګ تر یوې اندازې کمرنګه ده او هره ورځ د مرکز او ولسوالیو عامه کتابتونونو ته کم خلک راځي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته