امنیت

د سړک جوړولو په کارګرانو خونړى بمى بريد

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٤

په روزګان ولايت کې د بم د چاودنې له امله د سړک جوړولو د يو شرکت دوه تنه کارګران ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.

دغه پيښه پرون ناوخته په ترينکوټ ښارکې هغه وخت رامنځته شوه چې د سړک جوړولو د يو شرکت کارګران د کار له پاى ته رسيدو وروسته خپلو کورونو ته روان وو .

د روزګان د والى وياند دوست ناياب د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغې چاودنې له امله دوه تنه کارګران ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.

تر اوسه پورې روښانه نه ده چې بم د دغو کارګرانو د سپرلۍ په موټرکې ځاى پرځاى شوى و او يا دا چې دا چاودنه د ښخ کړى شوي بم د چاودنې زيږنده وه؟

تر اوسه پورې د دغه بمي بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى؛ خو د روزګان پوځي مقامات وسله وال طالبان د دغه بريد مسوول بولي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته