خبرونهټولنهTOP

له پاکستان او ایران څخه نږدې څلور زره افغانان هېواد ته راستانه شوي

کابل، د لېندۍ لومړۍ نېټه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پرون ورځ له پاکستان او ایران څخه نږدې څلور زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې پرون ۲ زره ۲۰۰ افغانان په جبري او داوطلبانو توګه د اسلام قلعې بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي چې له منځه یې ۳۲۷ تنه اړمن مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې پرون ورځ د تورخم له لارې هم ۳۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۸۰ تنه کېږي په جبري توګه د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د معلوماتو له مخې تر دې دمه له پاکستان شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته