فرهنګ

د لوګر د رسنيو مالي ستونزې به حل شي

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٥ :
د رسنيو له خوا د ګټورو پروګرامونو د خپرولو او همغږۍ د رامنځته کولو په مقصد نن  په لوګر ولايت کې غونډه جوړه شوه .
په دې غونډه کې د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمدشفيق پوپل، د والي وياند، د اطلاعاتو آمر، امنيه قوماندان، د ملي امنيت، د ملي اردو، د ملي راډيو ټلويزيون د آمريت او د راډيو زينت او د راډيو پيوند استازو پکې ګډون کړى و.
د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمدشفيق پوپل وويل: د رسنيو او دولت مسووليت خلکو ته خدمت کول دي چې بايد دواړه يوځاى د ټولنې دښه والي لپاره کار وکړي.
د ه د دولت  او خلکو ترمنځ د ارتباطي پل د ټينګښت په لاره کې رسنيو ته وړانديز وکړ چې يوشمېر ارزښتناک پروګرامونه چې خلکو ته پکې ځانګړى  پيغام نغښتى وي ، د راډيوګانو له لارې خپاره کړي .
پوپل درسنيو د اقتصادي بنسټ د پياوړتيا لپاره د ځينو پروګرامونوخبر هم ورکړ.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د خبرو په ترڅ کې وويل چې هيڅ اداره نه شي  کولاى رسنيو ته د معلوماتو له ورکولوڅخه ډډه وکړي.
دغه راز رسنيو هم يولړ ستونزې او چلنجونه چې د لوګر ولايت د ژورناليستانو د لارې پرسر پراته دي؛ طرحه کړل او د ملکي او پوځي ادارو همغږي او همکاري يې له رسنيوسره په ځينو حالاتوکې پيکه وبلله او څرګنده يې کړه چې د خبريالانو او د امنيتي مسوولينو ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو او همغږۍ  د رامنځته کولو په صورت کې به د پيښو جزئيات په خپل وخت خپاره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته