کابل / د کب لومړۍ / باختر
د سمنګانو ورزشي مسوولان وايي چې له دغه ولايت څخه ١۴چاپ اندازان دهېواد د وزلوبې ملي ټيم ته انتخاب شول.
د سمنګانو د بدني روزنې او ورزش آمر حميدالله فيضي رسنيو ته وويل چې په هغې يو ورځنۍ سيالۍ کې چې په دغه ولايت د ۱۰۰ چاپ اندازانو ترمنځ وشوه، د هېواد د وزلوبې ملي ټيم ته ١۴ چاپ اندازان انتخاب شول.
هغه زياته کړه: د دغو سياليو په پاى کې ١٨ آسونه د وزلوبې ملي ليګ ته انتخاب شول.
د بدني روزني او ورزش د لوى رياست د معلوماتو له مخې؛ ټاکل شوې ده د هېواد د وزلوبې ملي ليګ د روان کال د کب په ١۵مه کابل کې جوړ شي.
پاى \ ذ