پيښور – دان – باختر د وږي دمياشتې ٩
د شمالي وزيرستان په قبايلي سيموکې پرون سهار د پاکستاني پوځيانو په هوايي بريدونوکې څه ناڅه ٣٢ تنه مشکوکې پوځي مليشې ووژلې شوې او د دوى درې پټنځي دړې وړې شول.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې په ليکنه: د دغو پوځي عملياتو په بهيرکې په چاوديدونکو توکو او مهماتو بار ٢٣ موټرونه هم له منځه تللي دي.
په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو عمليات د پاکستان د کراچۍ په هوايي ډګر د ياغيانو له بريد وروسته د روان کال د غبرګولي د مياشتې په ٢٥ نيټه پيل شول او تراوسه پورې دوام لري.
ويل کيږي چې د شمالي وزيرستان تر عمليات لاندې سيمو څخه نږدې يو مليون تنه له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړ شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل